د ۴۰ میلیون ډالرو بله کڅوړه افغانستان ته ورسېده

8 قوس 1401 ساعت 10:46

له دوه اوونۍ ځنډ وروسته یو ځل بیا افغانستان ته د ډالرو کڅوړو د رارسېدو لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته راورسېده.


له دوه اوونۍ ځنډ وروسته یو ځل بیا افغانستان ته د ډالرو کڅوړو د رارسېدو لړۍ په ترڅ کې د ۴۰ میلیون ډالرو یوه بله کڅوړه کابل ته راورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک وايي، دغه کڅوړه نن سه شنبې د لیندۍ ۸ مه کابل ته رسېدلې او یوه سوداګریز بانک ته و سپارل شوه.

دغه بانک په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، د افغانستان بانک یې ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان بانک رهبري هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156120

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156120/

جمهور
  https://www.jomhornews.com