سیګار: امریکا تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې

9 قوس 1401 ساعت 10:39

د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.


د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار ادارې یا سیګار ویلي، امریکا په تېر یوه کال کې له افغانستان سره ۱.۱ میلیارد ډالر مرسته کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې توګه امریکا اوس هم له افغانستان سره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی.

د سرچینې په وینا له دغه پیسو ۸۱۲ میلیون ډالر د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې یو اېس آی ډي له خوا او ۳۲۰ میلیون ډالره د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک په وینا په تېر یوه کال کې ټولټال یو میلیارد او ۶۷۳ میلیون ډالر بشري مرستې افغانستان ته رسېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156145

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156145/

جمهور
  https://www.jomhornews.com