اروپايي ټولنه:

که طالبان چلند بدل نه کړي، پر بندیزونو به غور وکړو

9 قوس 1401 ساعت 13:39

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن ويلي، که طالبان خپل چلند بدل نه کړي نو اروپايي اتحاديه به پرې د بنديزونو پر لګولو غور وکړي.


د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن ويلي، که طالبان خپل چلند بدل نه کړي نو اروپايي اتحاديه به پرې د بنديزونو پر لګولو غور وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نېکلاسن دا څرګندونې په دوشنبې ښار کې د هرات د لسم امنيتي کنفرانس په شپږمه غونډه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، که طالبان د افغانانو اساسي حقونو مراعات نه کړي، نو اروپايي اتحاديه به يې پر خلاف د جرمونو نړيوالې محکمې ته مراجعه وکړي او دغه راز به بنديزونه پرې ولګوي.
 
نیکلاسن وايي، طالبان بايد د افغانستان خلکو ته ځواب ويونکي وي او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو ظرفيت ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156155

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156155/

جمهور
  https://www.jomhornews.com