کرکټ:د افغانستان او سریلانکا تر منځ ۵۰ اوریزه لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده

10 قوس 1401 ساعت 9:19

د افغانستان او سریلانکا ملي لوبډلو تر منځ د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ د سریلانکا له خوا د درېیمې لوبې په ګټولو سره مساوي پای ته ورسېده.


د افغانستان او سریلانکا ملي لوبډلو تر منځ د ۵۰ اوریزه لوبو لړۍ د سریلانکا له خوا د درېیمې لوبې په ګټولو سره مساوي پای ته ورسېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه لوبلړۍ د دریمې لوبې پچه یا ټاس هم افغان لوبډلې وګټلو او لومړي یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

دغه وروستۍ لوبه چې پرون چهارشنبې د لیندۍ ۹ مه د سریلانکا په کوربتوب تر سره افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۳۱۴ منډې هدف وټاکه.

په توپ وهنه کې ابراهیم ځدراڼ په زړه پورې لوبه وکړه یو ځل یې بیا سلیزه ووهله او په ۱۳۸ توپونو یې ۱۶۲ مندې وکړې.

دغه راز نجیب ځدران هم لوبه نندارې ته وړاندې کړه او هغه په ۷۶ توپونو ۷۷ منډې وکړې.

خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د سریلانکا پیل هم ښه و او ویې کولی شول، چې د سر په دوه لوبغاړو ۱۰۱ منډې ملګرتیا وکړي.

که څه هم له هغې وروسته د سریلانکا لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل، خو وروستي دوه لوبغاړي یې تر پایه ودرېدل او ویې کولی شول، چې د لوبې په ۵۰ اور کې ورکړل شوی هدف پوره او لوبه وګټي.

د توپ اچونې په برخه کې راشد خان څلور او محمد نبي دوه لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا له خوا د دغه وروستۍ لوبې په ګټلو سره د دواړو تر منځ لوبلړۍ مساوي پای ته ورسېده، ځکه لومړی لوبه افغانستان ګټلې وه او دویمه لوبه د باران له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.

د یادونې ده، چې افغانستان د دغه لوبلړۍ په مساوي کولو سره وکولی شوای چې د ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ته نېغ په نېغ لار پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 


د مطلب کود: 156171

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156171/

جمهور
  https://www.jomhornews.com