ملګري ملتونه له افغانانو سره مرستې زیاتوي

13 قوس 1401 ساعت 11:04

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نغدي مرستو لړۍ پراخه کړي.


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په پام کې لري د ژمي پر مهال اړو کسانو ته د خوراکي او نغدي مرستو لړۍ پراخه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د ارتباطاتو مسوول فیلیپ کروف ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په پام کې لري چې د ژمي پر مهال په ټول افغانستان کې له ۱۵ میلیونه کسانو سره هره میاشت د خوړو او نغدو پیسو مرسته وکړي، چې دوی خپله خواړه پرې رانیسي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي، چې د هېواد د نفوسو نیمايي برخه کې کېږي کافي خواړه نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156229

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156229/

جمهور
  https://www.jomhornews.com