برېتانیا له افغانستان سره په کړونو ژمنو کې ناغېړي کوي

13 قوس 1401 ساعت 11:08

بريټانيا د روان کال له جنوري مياشتې راهيسې، چې له افغانستانه يې د خپلو پخوانيو همکارانو د ايستلو پلان اعلان کړی، تر دمه يو کس هم نه دی لېږدولی.


بريټانيا د روان کال له جنوري مياشتې راهيسې، چې له افغانستانه يې د خپلو پخوانيو همکارانو د ايستلو پلان اعلان کړی، تر دمه يو کس هم نه دی لېږدولی.

ګارډېن ورځپاڼې نن په يوه راپور کې ويلي چې د بريټانيا د بهرنيو چارو په وزارت کې يوازې پنځه يا اته تنه د هغو افغانانو پر دوسيو کار کوي چې پخوا يې په افغانستان کې له بريټانيا سره همکاري کړې وه، په داسې حال کې چې د دغه وزارت ۵۴۰ کارکوونکي له اوکراين سره د مرستې پر پروګرامونو کار کوي.

ګارډين وايي، دغه شمېرې له افغان همکارانو سره د بريټانيا د بې پروايۍ او بې کفايتۍ څرګنده نښه ده.

د يادونې وړ ده چې بريټانيا د روان کال په جنوري مياشت کې ۲۰ زرو افغانانو ته د پناه ورکولو ژمنه وکړه. بريټانيا ويلي وو چې خپله دغه ژمنه به په پنځو کلونو کې پوره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156230

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156230/

جمهور
  https://www.jomhornews.com