د امریکا او برېتانیا استازي پر افغانستان د خبرو لپاره هند ته ځي

13 قوس 1401 ساعت 11:13

د امریکا او بریتانیا ځانګړي استازي هندوستان ته سفر کوي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبري کوي.


د امریکا او بریتانیا ځانګړي استازي هندوستان ته سفر کوي او د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبري کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټایم ویسټ د هندوستان جاپان او امارات په سفر روان شوی دى.

هندي رسنيو ویلي، ويسټ به د دوشنبې په ورځ نوي ډيلي ته ورسېږي او له ځايي چارواکو سره به پر افغانستان خبرې کوي.

سرچینې زیاته کړې چې هغه به د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان او پاکستان د څانګې له مسوول جي پي سینګ او د ملي امنيت د سلاکار مرستيال وبكرم مسري سره وګوري.

هندي سرچینو ویلي چې هغه به له نوي ډيلي څخه نېغ په نېغه متحده عربي اماراتو ته ځي او د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغانستان خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سرپرست حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب هم پرون اماراتو ته لاړ او تر هغه مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزی هم اماراتو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156231

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156231/

جمهور
  https://www.jomhornews.com