د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب متحده عربي اماراتو ته ولاړ

13 قوس 1401 ساعت 12:45

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلی مجاهد او ورسره پلاوی پرون شنبې د لیندۍ ۱۲ مه عربي اماراتو ته تللي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، ښاغلی یعقوب مجاهد به د اماراتو له چارواکو او هلته له مېشتو افغانانو سره وګوري او دغه راز به د اماراتو سره د افغانستان د اړیکو پر پراختیا هم خبرې وکړي.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي، چې په دغه سفر کې د اسلامي امارت یو بل لوړ پوړی چارواکی انس حقاني هم شتون لري.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخېلوال هم متحده عربي اماراتو ته تللي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 156233

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156233/

جمهور
  https://www.jomhornews.com