د کابل او تهران تر منځ به اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي

14 قوس 1401 ساعت 8:46

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره لیدلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران له مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي مقتي د ایران مرستیال سفیر ته وویل، هغه وخت راغلی چې له ایران سره اقتصادي راکړه ورکړه زیاته شي او د دې لپاره د ترانزیټ او تجارت په برخو کې اسانتیاوې راوړل شي.

سرچینې زیاته کړې، د ایران مرستیال سفیر په افغانستان کې له امنیتي وضعیته خوښي ښودلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګري ودې لپاره یې د اسانتیاوو د رامنځته کولو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com