مولوي یعقوب د عربي اماراتو د دولت له رییس سره لیدلي

14 قوس 1401 ساعت 9:51

د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.


د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دولت له رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۳ مه ماښام مهال د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل کېږي، چې ښاغلی یعقوب مجاهد به د اماراتو له ځینو نورو چارو سره هم کتلې ولري.

د یادونې ده، چې مولوي یعقوب مجاهد د تېرې شنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې له مېشتو افغان چارواکو سره هم کتلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com