جرمني ۱.۲ میلیون کډوالو ته پناه ورکړې ده

14 قوس 1401 ساعت 12:32

جرمني رسنۍ وايي، دغه هېواد په روان زېږديز کال کې ۱.۲ ميليونو کډوالو ته پناه ورکړې ده.


جرمني رسنۍ وايي، دغه هېواد په روان زېږديز کال کې ۱.۲ ميليونو کډوالو ته پناه ورکړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا له دې ډلې څه باندې يو ميليون يوازې له اوکراينه ور کډوال شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، په جرمني کې د افغانستان، سوريې، عراق او ترکيې د ۱۸۱ زرو او ۶۱۲ تنو نورو کډوالو دوسيې هم تر څېړني لاندې دي چې ښايي د کال تر پايه پناه ورکړل شي.

جرمني تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې تر ټولو لوی شمېر کډوالو ته پناه ورکړې وه چې شمېر یې ۸۹۰ زرو تنو ته رسېده.

تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه هېواد ته د ورغلو کډوالو شمېر يو نيم برابر شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 


د مطلب کود: 156265

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156265/

جمهور
  https://www.jomhornews.com