د سرخکانو واکسین کمپاین پیل شو

14 قوس 1401 ساعت 12:51

د افغانستان په کوټ کوټ کې د سرخکانو ضد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا پیل شو.


د افغانستان په کوټ کوټ کې د سرخکانو ضد واکسین د روغتیا نړیوال سازمان له خوا پیل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن سه شنبې د لیندۍ ۱۴ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سرخکانو وکسین نوی کمپاین د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې نن پیل شو.

په اعلامیه کې له ټولو افغانانو غوښتل شوي، چې له ۹ تر ۵۹ میاشتو پورې ماشومانو ته دغه واکسین ورکړي.

افغانستان کې د سرخکانو ضد واکسین پر داسې مهال پیلېږي، چې د نړیوالو د راپورونو له مخې سږ کال په دغه هېواد کې د سرخکانو ناروغي ډېره شوې ده.

جمهورخبري اژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156269

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156269/

جمهور
  https://www.jomhornews.com