د مولوي خیرالله خیرخوا څخه د ۱۰ ورځو لپاره د سفر بندیز لرې شو

14 قوس 1401 ساعت 12:56

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پر سرپرست وزیر د سفر بندیز د ۱۰ ورځو لپاره لغوه کړې دی.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پر سرپرست وزیر د سفر بندیز د ۱۰ ورځو لپاره لغوه کړې دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سفر د ممنوعیت دغه لس ورځنی لغوه شوی بندیز د لیندۍ میاشت له ۱۵ مې تر ۱۹ پورې دی.

دا بندیز د دې لپاره لرې شوی تر څو ښاغلی خیرخوا وکولی شي، د روسیې فدراتیف د تاتارستان په مرکز قازان کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی خیرخوا به هم په دغه کنفرانس کې ګډون ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 156270

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156270/

جمهور
  https://www.jomhornews.com