کرن دیکر:

معلولیت لرونکې افغان مېرمن له ګڼو ستونزو سره مخ دي

14 قوس 1401 ساعت 12:59

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت سرپرستې کرن ډيکر ويلي چې د انټرنيټ له لارې يې په افغانستان کې له ځينو معلوليت لرونکې مېرمنو سره خبرې کړې دي.


په دوحه کې د افغانستان لپاره د امريکا د سفارت سرپرستې کرن ډيکر ويلي چې د انټرنيټ له لارې يې په افغانستان کې له ځينو معلوليت لرونکې مېرمنو سره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن ډيکر پر خپل ټويټر ليکلي چې معلوليت لرونکې مېرمنې ښايسته او پياوړې دي او اړتيا ده چې په ځانګړو مرستو کې لومړيتوب ورکړل شي.

ډيکر زياته کړې، په افغانستان کې معلوليت لرونکې مېرمنې اوسمهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په بشپړه توګه له پامه غورځول شوې دي.

د افغانستان له معلوليت لرونکو مېرمنو سره د امريکا د سفارت د سرپرستې انلاين غونډه د معلوليت لرونکو وګړو د نړيوالې ورځې په مناسبت شوې ده.

تر دې وړاندې ځينو نورو امريکايي چارواکو هم ډاډ ورکړی و چې د افغانستان له معلوليت لرونکو وګړو به يې ملاتړ دوامدار وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 156271

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156271/

جمهور
  https://www.jomhornews.com