۰
د بشري حقونو د څار کمېسیون:

د المپیک نړیواله کمېټه دې د افغانستان ګډون وځنډوي

سی شنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۲
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر څو چې طالبانو افغان ښځو او نجونو ته د سپورټ اجازه نه وي ورکړې، د المپیک نړیواله کمېټه دې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ګډون وځنډوي.
د المپیک نړیواله کمېټه دې د افغانستان ګډون وځنډوي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، تر څو چې طالبانو افغان ښځو او نجونو ته د سپورټ اجازه نه وي ورکړې، د المپیک نړیواله کمېټه دې په نړیوالو سپورټي سیالیو کې د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان ګډون وځنډوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بشري حقونو دې ادارې تېره شپه همداراز وویل چې د المپیک نړیواله کمېټه باید په دې اړه پرېکړه د خپل اجراییه بورډ په راتلونکې غونډه کې وکړي.

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیواله کمېټه نن سې شنبه د سویس په لوزان کې غونډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي