د پکتیا خوست په لار ترافیکي پېښه کې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1 جدی 1401 ساعت 7:13

د پکتيا-خوست پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.


د پکتيا-خوست پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

 سرچینه زیاتوي، چې دا پېښه پرون د پکتیا-خوست پر لویه لار د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو موټر له یوه دیوال سره ټکر شو.

د ځایي امنیتي چارواکو په خبره، چې ټپیان د درملنې په موخه د پکتیا ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ترافيکو مسوولين تل د ترافيکي پېښو لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي بولي.

جمهور خبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 156526

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156526/

جمهور
  https://www.jomhornews.com