سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې فراه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه پېښه پرون ماښام د فراه ولایت بکوا ولسوالۍ د کاریز اسد په سیمه کې د کندهار- هرات پر لویه لار رامنځ ته شوې ده.
د فراه د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر وايي، د کندهار- هرات پر لويه لار ۳۰۴ ډوله او ټېلر موټر ټکر کړی.
سرچينه زياتوي د دغې پېښې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغې پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو لخوا سیمییز روغتون ته رسول شوي دي.
جمهورخبري آژانس