د کابل جلال آباد پر لار ترافیکي پښه کې ۷ تنه ټپیان شوي

19 جدی 1401 ساعت 13:05

سیمه ییز طالب چارواکي تاییدوي، چې د دوی ۷ عسکر د کابل – جلال آباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ټپیان شوي دي.


سیمه ییز طالب چارواکي تاییدوي، چې د دوی ۷ عسکر د کابل – جلال آباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د طالبانو یوه پوځي موټر له یوې لارۍ موټر سره لګېدلې ده.

د لغمان د ټرافیکو رئیس حبیب الله مبارز ویلي په پېښه کې کې اوه طالب سرتېري ټپيان شوي.

ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي او وضعه یې په ښه کېدو ده.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 156948

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/156948/

جمهور
  https://www.jomhornews.com