په یوه برید کې څلور پاکستاني سرتېري هلاک شوي دي

29 جدی 1401 ساعت 10:03

د پاکستان پوځ اعلان کړې، چې د دوی څلور سرتېري په یوه وسله وال برید کې هلاک شوي دي.


د پاکستان پوځ اعلان کړې، چې د دوی څلور سرتېري په یوه وسله وال برید کې هلاک شوي دي.

د پاکستان پوځ پرون چهارشنبې د مرغومي ۲۸ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه سرتېري د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د ایران پولې ته نېږدې رامنځ ته شوې ده.

پوځ د برید پړه پر بلوڅ آزادي غوښتونکو مجاهدینو غورځولې او له ایران یې غوښتي، چې خپلې پولې ټینګ او د دغه ډولو بریدونو مخنیوی وکړي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بلوڅ ازادي غوښتنکی غورځنګ له کلونو راهیسې د پاکستان د پوځ او حکومت د ظلم پر وړاندې راپورته شوي او غواړي خپله خاوره ترې آزاده کړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 157166

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157166/

جمهور
  https://www.jomhornews.com