افغانستان کې د اسلامي همکاریو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

1 دلو 1401 ساعت 9:26

د اسلامي همکاریو سازمان استازي محمد سعید آل عیاش د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.


د اسلامي همکاریو سازمان استازي محمد سعید آل عیاش د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي.

ښاغلي عیاش په دغه لیدنه او خبرو کې ویلي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د ۳ میلیون ډالرو مرستو د وېش لړۍ پیل کړې ده.

د دغه وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ټوېټر پاڼه د عیاش له قوله ویلي، چې د یاد سازمان په مشرۍ به د اسلامي علماو او مرستو فني پلاوی کابل ته راشي.
 
مقتي له افغانانو سره د اسلامي همکاریو سازمان له مرستو مننه وکړه ویې ویل، چې د مثبت تعامل او همغږۍ له لارې د ستونزو حل اسانه کېږي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157190

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157190/

جمهور
  https://www.jomhornews.com