امریکا: طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولی

1 دلو 1401 ساعت 9:46

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولی او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، طالبان هغه څه چې وايي، نه یې شي کولی او یا یې هم نه غواړي چې ویې کړي.
 
بلېنکن دا خبرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو او په ټوله کې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې کړي دي.
 
نوموړي چې د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې ویلي، دوی او نړیواله ټولنه له ط البانو تمه لري چې د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو حقونه وساتي.
 
بلېنکن له افغانستانه د امریکايي سرتېرو له وتو یو ځل بیا ننګه کړې، خو دا یې هم ویلي که چېرې ولیدل شي چې ترهګرو هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي، یو ځل بیا به پرې برید وکړي.

خو د بلېنکن په خبره، له ټولو اندېښنو سره سره، له افغانستانه کوم ګواښ نشته.

جمهورخبري آژانس
 
 
 
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 157195

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157195/

جمهور
  https://www.jomhornews.com