د چین د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره خبرې کړې دي

2 دلو 1401 ساعت 10:36

د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختیا او د ترهگرۍ پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.


د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختیا او د ترهگرۍ پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نوي وزیر چین ګانګ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
 
د سرچینې په وینا په دې اړیکه کې دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ترهگرۍ پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.
 
د چين د بهرنیو چارو وزير ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د خپلو اتباعو او ادارو خوندیتوب ته ارزښت او اهمیت ورکوي او له خپل افغان سیال یې وغوښتل چې ددوی امنیت ته ټینګه پاملرنه وکړي.
 
متقي په دې ټېلېفوني اړیکه کې خپل چينايي سيالي ته په ډاګه کړې چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد پر ضد وكاروي.
 
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې افغانستان سره اړیکو او ملګرتیا ته ارزښت ورکوي او د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکني بشپرتیا ته درناوی لري.
 
جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 157231

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157231/

جمهور
  https://www.jomhornews.com