مقتي: سورصلیب دې په نورو برخو کې خپل فعالیتونه زیات کړي

2 دلو 1401 ساعت 10:38

مولوي امیرخان متقي د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې اوس د جګړې ټپیان کم شوي، دوی باید په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.


مولوي امیرخان متقي د سره صلیب له نړیوالې کمېټې غوښتي چې اوس د جګړې ټپیان کم شوي، دوی باید په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تېره شپه په یوه ټویټ کې ليکلي افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فيليون د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
 
سرچینې زیاته کړې ایلوا د افغانستان په بېلا بېلو سکټورونو کې د سره صليب په فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدماتو د رسولو په برخه کې يې د طالبانو له هر اړخیزې همکارۍ مننه کړې ده.
 
نوموړي ویلي چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هیواد دی او دوی تر بل هر چا د خدماتو تمرکز په افغانستان کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي ویلي، هیواد تر بل هر وخت په امن دی، د جګړو د ختمېدو له امله ټپيان لږ شوي نو په کار ده چې له هيوادوالو سره په نورو سکټورونو کې د بېلګې په توګه د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو د پیوند، د اړتيا په صورت کې بهرني هیوادونو ته د معیوبینو انتقال او د داخله ناروغانو د تداوۍ په برخه کې خدمات پراخ شي.

 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157234

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157234/

جمهور
  https://www.jomhornews.com