خیبرپښتخوا کې دوه پاکستاني افسران هلاک شوي دي

2 دلو 1401 ساعت 10:49

پاکستاني پولیسو تایید کړې، چې د دوی دوه افسران په خیبرپښتونخوا کې په یوه وسله وال برید کې هلاک شوي دي.


پاکستاني پولیسو تایید کړې، چې د دوی دوه افسران په خیبرپښتونخوا کې په یوه وسله وال برید کې هلاک شوي دي.

د دوی په وینا نامعلومه وسله والو د خیبرپښتونخوا په چهارسده کې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته وسله وال برید کړی، چې دوه افسران یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د پولیسو یوه افسر طارق خان پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې دغه دوه افسران لومړیو کې ټپیان و، خو روغتون ته په لار یې ساه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په جمرود کې د یوه ځانمرګي او وسله وال برید له امله درې تنه پاکستاني سرتېري هلاک او درې نور ټپیان شوي وو.

تر اوسه د تازه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې د دغه ډول بریدونو مسوولیت پاکستاني طالبانو پر غاړه اخیست.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157242

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157242/

جمهور
  https://www.jomhornews.com