حبیبه سرابي:

د سولې خبرو کې ناورې د دولت پر ځای د طالبانو پلوي کوله

2 دلو 1401 ساعت 10:52

د افغان سولې د مرکچي پلاوي پخوانی غړې حبیبه سرابي وايي، هغه وخت کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې وې، ناروې په ښکاره د طالبانو پلوي کوله.


د افغان سولې د مرکچي پلاوي پخوانی غړې حبیبه سرابي وايي، هغه وخت کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې وې، ناروې په ښکاره د طالبانو پلوي کوله.

د سرابي په وینا هغه مهال د قطر او ناروې ځان غوښتنې او له طالبانو سره پراخه تعامل د دې لامل شو، چې دغه ډلې ته مشروعیت ورکړي او د سولې خبرې تر شعا لاندې راولي.
 
مېرمن سرابي ویلي، دغه هېوادونو هغه مهال په هېڅ ډول له انساني حقونو دفاع ونه کړه او دا د ناورې یو ناکامه سیاست وو.

د اسلو پوهنتون یوه استاد او خبریال الیزابت آیده هم له طالبانو سره خبرو او تعامل کې د ناورې په کړنلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې له طالبانو سره د ځينو هېوادونو تعامل د هغوی په چلند کې هېڅ ډول بدلون را نه وست او طالبانو له دې ګټه پورته کړه.

ده زیاته کړې، چې طالبان اوس هم خپلو ژمنو ته وفادار نه دي، هېڅ ډول بشري حقونه نه مني او د خپل زور او قدرت له لارې د رسمیت پېژندنې لپاره له نړیوالو سره چنې وهي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com