یوې موسسې لوګر کې ۳۱۵ تنه ښځو ته د زده کړو زمینه برابره کړې

4 دلو 1401 ساعت 10:16

د مدد رسان په نوم یوې موسسې په لوګر ولایت کې ۳۱۵ مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.


د مدد رسان په نوم یوې موسسې په لوګر ولایت کې ۳۱۵ مېرمنو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

یادې موسسې دغه کار د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې کړی دی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي، چې له زده کړو پاتو مېرمنو ته یې د سوداي زده کړو ټولګي پرانستي او ۲۱ ښوونکې په کې درس ورکوي.

د دوی په وینا ښوونکې اړ دي تر څو بې سواده مېرمنو ته سوداي زده کړې ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو واک ته په رسېدو سره نجونې له زده کړو او ښځې له کاره منع کړې دي.

جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 157306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com