ګوترېش طالبانو ته! د ښځو پر وړاندې د تعلیم دروازې پرانیزۍ

4 دلو 1401 ساعت 10:19

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې د نجونو پر مخ د تعلیم او د ښځو پر مخ د کار دروازې پرانیزي او په دې اړه ورکړي ظالمانه فرمانونه لغو اعلا کړي.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې د نجونو پر مخ د تعلیم او د ښځو پر مخ د کار دروازې پرانیزي او په دې اړه ورکړي ظالمانه فرمانونه لغو اعلا کړي.

ګوترېش دغه څرګندونو کې نن سه شنبې د مرغومي ۴ مه د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټوېټ پیغام کې کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې ورکړې فرمانونه لغوه او نجونو ته د زده کړو دروازې پرانیزي.

ګوترېش له طالبانو دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې دغه ډلې واک ته له رسېدو سره سم د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې او له کال وروسته یې د ښځو پر کار هم بندیز ولګاوه.

که څه هم ټولې نړۍ په وار وار له طالبانو غوښتي، چې په دې اړه د ورکړل شوي فرمانانو بېرته لغوه کړي، خو طالبان په خپل درځي ولاړ دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 157309

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157309/

جمهور
  https://www.jomhornews.com