کوټه سنګي کې چاودنه: د آزادۍ جبهه وايي، څلور طالبان یې وژلي

11 دلو 1401 ساعت 10:23

د کابل د پنځمې حوزې اړوند کوټه سنګي کې چاودنه شوې او د آزادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې دغه کار دوی کړی دی.


د کابل د پنځمې حوزې اړوند کوټه سنګي کې چاودنه شوې او د آزادۍ په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ادعا کړې، چې دغه کار دوی کړی دی.

چاودنه تېره شپه د کوټه سنګي پله ته څېرمه د طالبانو پر یوه پوسته شوې، چې د ازادۍ جبهې په وینا څلور طالبان په کې وژل شوي دي.

دغه جبهې زیاته کړې، چې برید یې په یوه پوسته کړی او دوه نور طالبان یې ټپیان کړي هم دي.
 
یادې جبهې ویلي، دوی ته په دغه برید کې کوم زیان نه دی رسېدلی او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157482

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157482/

جمهور
  https://www.jomhornews.com