۰

طالبانو په برېښنايي پېژندپاڼه کې د اعتبار نېټه هم ور زیاته کړه

چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۳
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې وروسته له دې به الکترونکي تذکرو کې د اعتبار نېټه او د ولسوالۍ نوم هم لیکي.
طالبانو په برېښنايي پېژندپاڼه کې د اعتبار نېټه هم ور زیاته کړه
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې وروسته له دې به الکترونکي تذکرو کې د اعتبار نېټه او د ولسوالۍ نوم هم لیکي.

دغه ادارې پرون سه شنبې د سلواغې ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اعتبار نېټه یې ځکه په تذکره کې ذکر کړې، چې د وخت په تېرېدو د انسان څېره بدلون کوي او ولسوالي یې ځکه په کې زیاته کړې، چې د فرد دقیق ادرس معلوم شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د الکترونکي تذکرې د اعتبار وخت ۱۰ کاله ټاکل شوی او هر ۱۰ کاله وروسته به د دغه ډول تذکرو لرونکي کسان اړ دي، چې خپل بایومتریک معلومات له سره ثبت او خپل انځور بدل کړي.
 
همدارنکه خبرپاڼه کې راغلي، چې نور به د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې نوم لیکل کېږي.

د یادونې ده، چې الکترونیکي تذکرې هم لکه پاسپورټ تر اوسه د مخکني حکومت په لوګو باندې چاپېزي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي