د طالبانو تازه پرېکړه:

د کابل روغتونو ښځینه کارمندانې باید حجاب مراعات کړي

12 دلو 1401 ساعت 10:26

د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کابل روغتونو ټولو ښځینه کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې وروسته له دې به کامل حجاب مراعت کوي.


د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کابل روغتونو ټولو ښځینه کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې وروسته له دې به کامل حجاب مراعت کوي.
 
د دغه ریاست مشر محمد قاسم حقاني په یوه لیک کې د معالجوي طب عمومي ریاست ته لیکلي، چې د ترسره شوې ارزونې پر اساس لیدل شوي، چې د دغه وزارت کارمندانې له څه وخت راهیسې حجاب نه دی مراعت کړی.
 
په دغه لیک کې، چې د سلواغې ۱۲ مه صادر شوی حقاني په ټولو مدیریتونو، امریتونو او ریاستونو کې ښځينه کارکونکو ته امر کړي، چې کامل حجاب مراعات کړي او ماسکونه واچوي.
 
په مکتوب کې خبرداری ورکړل شوي، چې که چا له دغه امر څخه سرغړونه وکړه، جدي چلند به ورسره وشي.

جمهورخبري آژانس

 
 


د مطلب کود: 157511

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157511/

جمهور
  https://www.jomhornews.com