د سوداګرۍ سرپرست وزیر د اروپايي ټولنې له استازې سره کتلي

12 دلو 1401 ساعت 10:30

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د اروپايي ټولنې له استازې مېرمن رافایلا لودېس سره کتلي دي.


د طالبانو د سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د اروپايي ټولنې له استازې مېرمن رافایلا لودېس سره کتلي دي.

طالب سرچینې وايي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت او د هغو د پیاوړتیا لپاره پر پلانونو خبرې اترې کړې دي.

د سوداګرۍ وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه لیدنه کې مېرمن لودېس د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د اقتصادي برنامو، د بشري مرستو زمینې برابرولو او له خصوصي سکتور سره د همکارۍ په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې اروپايي ټولنه د افغانستان د اقتصاد په خپلو پښو درېدو ته ژمنه ده او په دې برخه کې به همکاري وکړي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست هم د اروپايي ټولنې استازې ته ډاډ ورکړي، چې دوی هم د دغه ټولنې سره برنامو سره سم د افغانستان اقتصادي ودې او په خپلو پښو درېدو ته پوره ژمن دي.

د سوداګرۍ وزارت سرپرست هم د اروپايي ټولنې استازې ته ډاډ ورکړي، چې دوی هم د دغه ټولنې سره برنامو سره سم د افغانستان اقتصادي ودې او په خپلو پښو درېدو ته پوره ژمن دي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157512

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157512/

جمهور
  https://www.jomhornews.com