۰

وېست د پاکستان د پوځ له مشر سره پر افغانستان خبرې کړې

چهارشنبه ۱۲ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۳۴
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په پاکستان کې یې د دوه ورځني سفر پر مهال د هغه هېواد له لوی درستیز، جنرال سید عاصم منیر، د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان او د بهرنیو چارو وزارت له معین، اسد مجید خان سره پر افغانستان او نورو مسایلو خبرې وکړې.

ټام وېست تېره شپه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دغو کتنو کې یې پر تروریزم، امنیتي وضعیت، د نړیوال اتحاد پر اړتیا او د طالبانو د هغو فرمانونو پر خطرناکو عواقبو خبرې وکړې چې له مخې یې حیاتي مرستو ته د میلیونونو افغانان لاس‌رسی او تعلیم اغېزمن شوی دی.

ټام وېست لیکلي، چې افغان مېرمنو سره یې هم کتلي او د دوی انتقادي غوښتنې او نظریات یې هم اورېدلي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي