تېر کال افغانستان کې څه باندې ۱۵ سوه کسان وژل شوي دي

12 دلو 1401 ساعت 10:42

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو زر، پنځه سوه او نوي کسان وژل شوي دي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر یوه کال کې په افغانستان کې یو زر، پنځه سوه او نوي کسان وژل شوي دي.

باختر خبري اژانس پرون سې‌شنبه د دغه وزارت د مرستیال ویاند بسم الله حبیب له قوله راپور ورکړی، چې په دغو وژنو کې ناموسي، مرموزې او د دښمنۍ له‌مخې وژنې شاملې دي.

په خبر کې راغلي چې، د طالبانو پولیسو په دې موده کې د ځان‌وژنې تر ۳۶۰ زیاتې پېښې هم ثبت کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، تېر یوه کال کې د وژنو په تړاو تر ۱۸۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له بشري حقونو په سرغړونه او له قانون هاخوا په وژنو تورن شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲م کال د جولای میاشتې د راپور له ‌مخې د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲م کال تر جون میاشتې پورې لږ تر لږه ۱۶۰ پخواني دولتي چارواکي او امنیتي منسوبین د قانون له چوکاټ بهر وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ۲۰۲۲م کال په راپور کې هم راغلي چې طالبانو د تېر حکومت امنیتي ځواکونه له وقفې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.
 
جمهور خبري آژانس
 


د مطلب کود: 157518

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157518/

جمهور
  https://www.jomhornews.com