د کراچۍ له یوه زندانه د افغان بندیانو بله جوپه پرون سېشنبه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته روانه شوه.
د کراچۍ له یوه زندانه ۱۲۸ افغانان خوشي شوي
12 دلو 1401 ساعت 10:46
د کراچۍ له یوه زندانه د افغان بندیانو بله جوپه پرون سېشنبه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته روانه شوه.
د کراچۍ له یوه زندانه د افغان بندیانو بله جوپه پرون سېشنبه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته روانه شوه.
دغه بندیان داسې وخت خوشې کېږي، چې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله د افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده.
په کراچۍ کې د افغان بندیانو د حقونو یوه مدافع وکیله، منیزې کاکړ ویلي، د کراچۍ له زندانه ۱۲۸ افغانان د سېشنبې په ورځ بېرته افغانستان ته ولېږل شول.
نوموړې ویلي، اوس هم په کراچۍ، سکر او حیدراباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۸۰۰ زیات افغانان بندیان دي.
د هغې په وینا د دغو افغانانو د نیولو لړۍ چې روانه وه، کوم بدلون نه دی په کې راغلی.
ګڼ افغانان د درملنې او نورو ضروري چارو لپاره پاکستان ته ځي، خو په وروستیو درېیو میاشتو کې د دوی د نیولو لړۍ چټکه شوې ده.
تر اوسه یوازې د کراچۍ په زندان کې د درېیو افغان ناروغانو د مړینې خبر ورکړل شوی، چې تر ډېره د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له کبله مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 157519
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157519/