د هوا پېژندنې ادارې سر له نن څخه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی دی.
دغه ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، بدخشان، وردګ، بامیان، دایکنډي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او فراه هغه ولایتونه دي، چې نن پنشنبې او سبا جمعه به په کې ورښتونه وشي.
د سرچینې په وینا په دغه ولایتونو کې د باران اټکل له ۵ تر ۳۰ ساتني متره پورې شوی او د واورې ورېدو اټکل بیا له ۱۰ تر ۳۰ ساتني پورې شوی دی.
جمهورخبري آژانس