کابل کې یو استاد د طالبانو له لوري نیول شوی دی

13 دلو 1401 ساعت 9:03

ځايي سرچینې وايي، کابل کې د پوهنتون یو استاد زکریا اصولي د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.


ځايي سرچینې وايي، کابل کې د پوهنتون یو استاد زکریا اصولي د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، زکریا اصولي چې لیکوال او څېړونکی هم دی د چهارشنبې په شپه د کابل ښار د ۱۱ مې حوزې اړوند سیمې څخه طالبانو نیولی دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، تر اوسه د نیول شوي استاد برخلیک نه دی روښانه او په اړه یې معلومات هم نه لري.
 
زکریا اصولي د پنچشېر ولایت اصلي اوسېدونکی دی او په دې وروستیو کې یې د احمد شاه مسعود په اړه یو کتاب هم چاپ کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157545

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157545/

جمهور
  https://www.jomhornews.com