د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان خلک سږ کال تر ټولو سخت ژمني کې راګیر دي.
دغه سازمان زیاته کړې، له همدې امله یې ځینو ولایتونو ته روغتیايي تجهیزات لېږلي او ډاډ یې ورکړی، چې دوی به په روغتونو کې له لازمو امکاناتو څارنه وکړي.
یاد سازمان زیاته کړې، که څه هم دوی له ژمي وړاندې ځینو ولایتونو ته طبي توکي رسولي، خو په وینا یې په روغتیايي برخه کې د ښځو کار کول اړین دي.
جمهورخبري آژانس