۰

د تخار د چاه اب د سرو زور کان داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۸
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه کړې چې د تخار د چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کان دې داوطلبۍ ته وړاندې شي.
د تخار د چاه اب د سرو زور کان داوطلبۍ ته وړاندې کېږي
د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې پرېکړه کړې چې د تخار د چاه اب ولسوالۍ د سرو زرو کان دې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د سمتي په نوم د دغه کان د اکتشاف او کېندنې چارې په پخواني حکومت کې د یوه خصوصي شرکت له‌خوا پيل شوې وې، خو طالبانو تېر کال د کان د اکتشاف او کېندنې چارې و درولې.

د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال او اقتصادي کمېسیون د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ غونډه کې د چهارشنبې په ورځ پرېکړه شوې چې دغه کان دې بیا داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دوی نه‌دي ویلي چې ولې له پخواني قراردادي شرکت سره د کان تړون لغوه شوی خو پخوا تر دې په تخار کې د طالبانو ځایي چارواکو ویلي، د سمتي کان قراردادي شرکت ستندردونه دې مراعات کړي.

ویل شوي چې دغه کان شاوخوا دېرش ټنه سر زر لري.

د طالبانو حکومت د یو شمېر نورو کانونو د کېندنې چارې هم ګړندۍ کړي، خو د کانونو متخصصان نیوکه پرې کوي چې دوی دې برخه کې لازم ظرفیتونه نه‌لري او تړونونو کې له بېړې کار اخلي.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي