مجاهد: د روڼيتا سازمان راپور له حقیقته لرې دی

13 دلو 1401 ساعت 9:19

د رونټیا نړیوال سازمان نوې ارزونه ښيي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې ۲۴ درجې صعود کړی دی.


د رونټیا نړیوال سازمان نوې ارزونه ښيي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په چاره کې ۲۴ درجې صعود کړی دی.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۴ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د دغه سازمان په نوملړ کې ۱۵۰م ځای خپل کړی دی.

خو طالبانو له لرې په افغانستان کې د فساد په تړاو د روڼتیا د نړیوال سازمان شوې ارزونه ناعادلانه او نا معتبره ګڼي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  ویلي، هغوی له لرې قضاوت کوي ښايي په اوازو اتکا ولري له نږدې مطالعه نه لري او له نږدې موضوع کره نه څېړي، نو هغه محاسبې او شمېرې دومره د اعتبار وړ نه دي.

افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د سپاړسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره په دغه نوملړ کې ۱۷۴م ځای درلوده او له څه باندې لسو کلونو راهیسې د نړۍ په کچه د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې وو.

خبرګزاری جمهور
 
 
 
 


د مطلب کود: 157550

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157550/

جمهور
  https://www.jomhornews.com