۰

ترکیه: افغان ښوونکو ته د وړتياوو د لوړولو سیمينارونه جوړوي

پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا د ترکیې د معارف بنسټ له مشر علي کارا ګوز سره وکتل.
ترکیه: افغان ښوونکو ته د وړتياوو د لوړولو سیمينارونه جوړوي
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيب الله آغا د ترکیې د معارف بنسټ له مشر علي کارا ګوز سره وکتل.
 
علي کارا ګوز په دې کتنه کې وويل، چې د ترکیې د معارف بنسټ د افغانستان په ۸ ولاياتو کې ۴۹ ښوونيز مرکزونه لري، چې ۴زره ۹۸۹ تنه افغان زده کوونکي پکې په زده کړو او ۱۰۲۶ تنه ښوونکي او اداري کارمندان پکې په ښوونه او اداري کارونو بوخت دي.
 
نوموړي زیاته کړه، چې یاد بنسټ چمتو دی، چې د پوهنې وزارت اړوند افغان ښوونکو او اداري کارمندانو ته د وړتياوو د لوړولو سیمينارونه هم داير کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست په خپلو څرګندونو کې د ترکیې د معارف بنسټ مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د تاريخ په اوږدو کې د دواړو هېوادونو دوستانه اړیکو او مشترکاتو ته اشاره وکړه او ترکیې هېواد ته د خپل مخکېني سفر په ترڅ کې ېې د یاد هېواد د ديني عالمانو، دولتي مسئولینو او خلکو له تاوده هرکلي څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په خپل ټول توان سره به هڅه کوي ترڅو د ياد بنسټ ښوونيزو خدمتونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي