د ازبکستان د رېل پټلۍ افغانستان کې خپل فعالیت ودراوه

13 دلو 1401 ساعت 9:22

د ازبکستان د ریل پټلۍ اداره وايي، دا چې افغانستان نه دی توانېدلی له دغې پروژې په وخت تخنیکي ساتنه وکړي، نو دوی اړ شول چې د ریل خدمات و دروي.


د ازبکستان د ریل پټلۍ اداره وايي، دا چې افغانستان نه دی توانېدلی له دغې پروژې په وخت تخنیکي ساتنه وکړي، نو دوی اړ شول چې د ریل خدمات و دروي.

د ازبکستان او د طالبانو د حکومت چارواکو تېره دسمبر میاشت کې سره کتلي و او افغان لوري ژمنه ورکړې وه چې د افغانستان خاوره کې د دغې پټلۍ تخنیکي چارې به تر فبروري میاشتې بشپړیږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د دوی د اورګاډي اداره کومه تخنیکي ستونزه نه ‌لري او په خبره یې دا کار د ازبکستان د ریل ادارې له خوا د لنډ وخت لپاره شوی دی.

د ریل دغه پټلۍ چې له حیرتان بندره تر مزار شریف ښاره غځېدلې ۷۵ کیلو متره اوږدوالی لري او ۲۰۱۰ کال کې د ۱۲۹ میلیونه ډالرو په جوړېدو ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157552

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157552/

جمهور
  https://www.jomhornews.com