۰
متقي پاکستان ته!

د پېښور د برید پلټنه وکړۍ، د خپل بام واوره د بل په بام مه اچوۍ

پنجشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، پاکستان دې د پېښور وروستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نیسي.
د پېښور د برید پلټنه وکړۍ، د خپل بام واوره د بل په بام مه اچوۍ
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، پاکستان دې د پېښور وروستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نیسي.

متقي پرون چهارشنه په کابل کې د معتادینو درملنې ۵۰۰۰ بستریز روغتون د پرانیستلو مراسمو کې ویلي، اسلامي امارت د سیمې په ګډون ټولۍ نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي.

متقي د پېښور چاودنې په اړه د پاکستان پارلمان ته د هغه هېواد د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو د تیرې ورځې څرګندونو په اشارې و ویل« د پاکستان محترمو وزیرانو ته وایم د پېښور چاودنې په اړه دقیقه پلټنه وکړۍ، د خپل بام واورې د بل چا په بام مه اچوۍ، خپل مشکلات پخپل کور کې وګورۍ، موږ دا مشوره درکو چې د پېښور د چاودنې دقیقه پلټنه وکړئ.»

د هغه په وینا دا سیمه له جنګونو، باروتو او چاودنو سره بلده ده،دا هېڅ امکان نلري چې یو ځانمرګی او یا یو واسکټ او یا یو وړوکی بم او یا بوشکه دې دومره لوی تخریب وکړي.

نوموړي ویلي«په تیرو شلو کلونو کې موږ داسې یو بم ونه لیدی نه مو واکسټ ولیدی چې هغه دې د مسجد چتونه هم والوځوي او په سلګونو انسانان دې هم له ځان سره والوځوي. نو د دې باید دقیقه پوښتنه وشي د دې باید دقیقه پلټنه وشي افغانستان ته دې د پړې ګوته نه نیول کیږي.»

متقي وايي، که د دوی (د پاکستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو) په وینا د ترهګرۍ مرکز په افغانستان کې وای، د متقي په وینا دغه ترهګري به د افغانستان نورو ګاونډیو هېوادونو چین، ایران، ترکمنستان، تاجیکستان او ازبیکستان ته هم غځېدلې وای.

نوموړي زیاته کړه دا چې د افغانستان په شمول دغه ټول ګاونډي هیوادونه په امن کې دي له دې څخه داسې معلومیږي چې افغانستان کې ترهګري نشته.

مقتي پاکستاني چارواکو ته ته و ویل، چې یو پر بل له تور لګولو ډډه وکړو او پر ځای یې یو بل ته لاسونه سره ورکړو او د ورورولۍ ژوند سره وکړو.

د یادونې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ د پېښور ښار د پولیسو په یوه جومات کې چاودنه وشوه، چې له امله یې ۱۰۰ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

تر دغه چاودنې وروسته د پېښور د پولیسو یوه مشر ویلي، که حکومت دوی ته ښار ته د داخلېدونکو پوځي موټرو د تلاشۍ واک ورکړي، نو په ضمانت سره چې هېڅ ډول چاودنه به ونه شي.

خو ویل کېږي، چې له دغه څرګندونو وروسته نوموړی پولیس هم په مرموز ډول وژل شوی دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي