په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیراکرم په تازه څرګندونو کې ویلي، پر افغان مېرمنو لګول شوي محدودیتونه له دین سره اړیکه نه لري او دا د پښتنو د فرهنګ یوه برخه ده.
د اکرم دغه څرګندونو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دا د پښتنو نه بلکې د طالبانو فرهنګ دی، چې ښځې یې له کار او زده کړو منع کړې دي.
منیر اکرم د طالبانو حکومت، د افغانستان موقت حکومت وباله او ویې ویل« زما په نظر هغه محدودیتونه چې د افغان موقت حکومت له خوا پر ښځو لګول شوي، د دین له اړخه ندي بلکې د پښتنو د عجیب او غریب فرهنګ څخه دي.»
هغه زیاته کړه، د پښتنو فرهنګ ایجابوي چې مېرمنې باید په کور کې وساتل شي او دا د افغانستان د فرهنګ واقعیت دی چې د سل ګونو کلونو راهیسې دوام لري.
ددغو څرګندونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د نمایندګۍ سرپرست نصیر احمد فایق وویل افغان طالبان هم همدا د فرهنګ موضوع پلمه کوي څو د نجونو د تعلیم او د مېرمنو د کار مخه ونیسي.
فایق زیاته کړه«غواړم ووایم چې د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نه لري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نه لري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه یم. دا هېڅکله د افغانستان د خلکو حتي د پښتنو فرهنګ نه دی.»
ښاغلي فایق زیاته کړه، له بده مرغه کومې سیمې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې وې، هغوی ښوونځیو ته اور ورته کاوه او نجونې او حتی هلکان یې هم ښوونځیو ته نه پریښودل.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي زیاته کړه حتي د پاکستان په شمالي وزیرستان کې چیرې چې اکثریت اوسیدونکي یې پښتانه دي، ما هیڅ وخت نه دي اوریدلي چې ښوونځیو ته یې د خپلو لوڼو د تګ مخه نیولي وي.
جمهورخبري آژانس