۰
د طالبانو مشر:

د نړۍ فشارونه پر موږ کوم اثر او دوی ته کومه ګټه نه کوي

شنبی ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نړیوالو فشارونه به پر دوی کوم اثر ونه کړي او ورته تسلیم به نه شي.
د نړۍ فشارونه پر موږ کوم اثر او دوی ته کومه ګټه نه کوي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د نړیوالو فشارونه به پر دوی کوم اثر ونه کړي او ورته تسلیم به نه شي.

ملا هبت الله چې د قول اردوګانو له یو شمېر قوماندانو سره کتنه کې خبرې کولې ویلي، د نړیوالو فشارونه ځکه ګټه نه لري، چې د افغانستان خلک اسلامي نظام غواړي نه سیکولر نظام.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل مشر له قوله زیاته کړې، چې دغه ډول فشارونه نړیوالو ته هم هېڅ ګټه نه شي رسولی.

نوموړي زیاته کړې، ښاغلي اخندزاده قوماندانو ته خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د خپلو ځواکونو اخلاقو او تربیې ته جدي پاملرنه وکړي او خپلې لیکې له ناوړه کسانو پاکې کړي.

د طالبانو مشر ویلي، د نړۍ ۵۰ یرغلګر هېوادونه افغانستان ته راغلي و خو افغانانو یې په مېړانه مقابله وکړه او له هر ډول ظلم او زیاتي سره سره ورته تسلیم نه شول او ماته یې ورکړه.

ملا هبت الله زیاته کړې«دې ته په کتو د نړۍ فشارونه به پر موږ کوم اغېز ونه کړي او نه به دوی ده هېڅ ډول ګټه ورسوي، ځکه د افغانستان خلک اسلامي نظام غواړي نه سیکولر.»

د هغه په وینا د افغانستان خلکو که سیکولر نظام غواښتی نو په تېرو شلو کلونو کې به یې غوښتی وای.

دی وايي، که امارت د شریعت په چوکاټ کې ګامونه پورته نه کړي، نو ملت به قیام وکړي او دا حکومت به هم د مخکني غونډې چپه کړي.

د طالبانو امیر د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا په هېواد کې په بنسټیزو اقتصادي پروژو ټینګار کړی دی.

د طالبانو مشر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې امریکا تازه د دغه ډلې په مشرانو د سفر او یو لړ نور بندیزونه لګولي دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي