امریکا: طالبان دې د رسميت پېژندنې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي

15 دلو 1401 ساعت 8:58

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، چې په افغانستان کې ط البان د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې سره ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به غبرګونونه ولري.


د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي، چې په افغانستان کې ط البان د خپلو ژمنو څخه په سرغړونې سره ځانونه نور هم منزوي کوي او د طالبانو دا کړنې به غبرګونونه ولري.

جان کربي امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان به له نړیوالې ټولنې څخه د ځان ګوښه کولو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا طالبان په افغانستان کې مشروعیت، مالي مرستې، پانګونه او له نړیوالې ټولنې سره یوځای کېدل غواړي، خو د کربي په وینا دوی د خپلو ژمنو خلاف عمل کوي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، که طالبان غواړي چې مشروع وګڼل شي؛ د ټولنې لخوا په رسمیت وپیژندل شي او که دوی په افغانستان کې مالي مرستې او پانګه اچونه غواړي، دوی باید په خپلو ژمنو عمل وکړي او د هغې مطابق چلند وکړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157584

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com