متقي: نړۍ ته مو عملآ ثابته کړې، چې افغانستان د هېچا لپاره ګواښ نه دی

16 دلو 1401 ساعت 9:01

د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.


د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ټینګار کړي، چې افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.

متقي زیاته کړې، سیمې او نړۍ ته مو عملآ ثابته کړې، چې افغانستان د هېچا په وړاندې ګواښ نه دی، بلکې له ټولو هېوادونو سره ښې، سیاسي، اقتصادي او اجتماعي اړیکې غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ټوېټر پاڼه د متقي له قوله ویلي، دوی خوښ دي، چې د خپلو ګاونډیانو سره ښې سیاسي اړیکې لري.

د هغه په وینا د همدې ښو اړیکو پر اساس، روسیه، چین، ایران، ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، پاکستان، سعودي عربستان، قطر او ترکیې ته نوي دیپلوماتان لېږلي دي.

دغه راز متقي زیاته کړې، چې په تېر کال کې هېڅ بندر د ګاونډیو هېوادونو پر مخ نه دی بند شوی او هڅه کوي، چې افغانستان د مرکزي آسیا د اقتصاد او وصل په ټکي بدل کړي.

د طالبانو دغه وزیر ټینګار کړي، چې سیمه زیاتې انرژۍ ته اړتیا لري او افغانستان کولۍ شي، د دغه انرژۍ د لېږد لپاره یوه ښه سیمه شي.

مولوي امیرخان متقي د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړي، چې دوی به هېچا او هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانسنان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.
 
جمهورخبري اژانس
 


د مطلب کود: 157608

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157608/

جمهور
  https://www.jomhornews.com