د یوناما مشره: نجونې باید په تخنیکي زده کړو کې شاملې شي

17 دلو 1401 ساعت 11:28

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتنبایو د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رییس سره کتلي دي.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما مشرې روزا اوتنبایو د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له رییس سره کتلي دي.
 
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن اوتنبایو د دغه بنسټ فعالیتونو او زده کړو ته د نجونو د لاس رسي په اړه معلومات تر لاسه کړل او له دغه ادراې یې وغوښتل، چې په نجونو ته په تخنیکي زده کړو کې اجازه ورکړي.
 
د یوناما مشرې ټينګار کړي، چې د نجونو زده تحصل او مسلکي زده کړې د افغانسستان د اقتصادي ودې لپاره اړینې دي او ښځې او نجونې باید دغه زده کړو ته لاس رسی ولري.
 
یوناما زیاته کړې، دوی خپلو هڅو ته دوام ورکوي، تر څو طالبان افغان مېرمنو او نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.
 
جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 157655

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157655/

جمهور
  https://www.jomhornews.com