سعودي، اماراتو، ترکیې او پاکستان کابل کې خپل سفارتونه تړلي

17 دلو 1401 ساعت 11:29

العربیه راپور ورکړی، چې سعودي عربستان او ځینو نورو عربي او لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او خپل دیپلوماتان یې ایستلي دي.


العربیه راپور ورکړی، چې سعودي عربستان او ځینو نورو عربي او لوېدیځو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي او خپل دیپلوماتان یې ایستلي دي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، چې د سفارتونو د تړولو لامل امنیتي ستونزې په ګوته شوې دي.

ځینو نورو سرچینو هم ویلي، چې سعودي، متحده عربي اماراتو، ترکیې او پاکستان په کابل کې خپل سفارتونه تړلي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سعودي سفارت د تړل کېدو خبرونه رد کړي، خو وايي، دغه سفارت خپل کارکوونکي د یوه ټرېننګ لپاره پاکستان ته د یوې اوونۍ په مخه بېولي دي.

د یادونې ده، چې تر اوسه د طالبانو حکومت هېڅ هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی خو ډېری هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانستي دي.
 
جمهورخبري آژانس
 
 


د مطلب کود: 157656

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/157656/

جمهور
  https://www.jomhornews.com