د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په اړه بېړنی ملي وضعیت تمدید کړ، تر څو په دغه هېواد کې د ژور اقتصادي ناورین او پاشل کېدو مخه پرې ونیسي.
بایډن کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي«دې ته په کتو چې افغانستان کې د پراخ بشري ناورین او ژور اقتصادي بحران مخ نیول شوې وي، نو د دغه هېواد په اړه د بېړني ملي وضعیت ۱۴۶۴ اجرایي فرمان چې د ۲۰۲۲ /۲ /۱۱ اعلام شوی تمدید شو.»
نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان کې ژور بشري بحران له هغې ډلې، خلکو ته غذايي امنیت، معشیتي ملاتړ، د اوبه، روغتیا، د سرپناه او د کویډ ۱۹ اړوند ستونزې اوس هم د امریکا د ملي امنیت او بهرني سیاست لپاره ستر ګواښ دی.
د هغه په وینا د افغانستان مرکزي بانک هغه پانګه چې په امریکا کې د مالي موسساتو له خوا ساتل کېږي د افغانستان د خلکو د هوساینې او د دغه هېواد د بېړني وضعیت او اقتصاد لپاره خورا ډېر ارزښت لري.
د یادونې ده، چې د افغانستان ۱۰ میلیارد ډالره بانکه وروسته له هغې امریکا کنګل کړه، چې طالبانو بیا واک په لاس کې واخیست.
جمهورخبري آژانس