ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په فارس ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنه افغان مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچینې په وینا دغه ترافیکي پېښه وړمه شپه د فارس ولایت پر لویه لار د نی ریز په سیمه کې د یوه پیژو او ایسوز موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
د فارس د لویې لارې د پولیسو مشر ویلي، په پېښه کې ۷ افغان مسافر مړه شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل هم د موټر چلوونکو ګړندۍ سرعت په ګوته شوی دی.
جمهورخبري آژانس